غزني: امنیتي ځواکونو پر یوه کلنیک د هوانونو برید کړی

 

افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار ته نږدې سیمه کې پر یوه کلنیک د هوانونو برید کړی.
خبر زیاتوي، په دې برید کې د محمدعلیم په نامه د کلنیک یو ډاکټر وژل شوی او یو بل صحي کارمند ټپي شوی.
طالبانو برید بشر ضده جنایت بللی او ویلی یې دي چې “په دغه روغتون کې هیڅ ډول نظامي تحرکات او مجاهدین نشته صرف ولسي خلکوته يې خدمات وړاندې کول“

باید وویل شي چې افغان ځواکونو په وار وار هغه روغتیایي او ښوونیز مراکز هدف ګرځولي چې د وسلوالو طالبانو په ساحو کې وي یا هم د هغوی تر کنترول لاندې چارې مخته وړي.
افغان ځواکونو څو میاشتې وړاندې د تخار په درقد ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو له خوا یو لوی ښارګوټی له دې امله ونړاوو ،چې د دوی په آند د یادې سیمې خلک له طالبانو ملاتړ کوي.

د غزني سیمیزو چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو رسماً څه نه دي ویلي

بل پلو وسلوال طالبان وایي چې تیره ورځ یې د بدخشان په تیشکان ولسوالۍ کې یو کلنیک ګټې اخیستنې ته وسپاره.

طالبان وایی، د عامو ولسونو په مرسته د کلنیک ټولې چارې دوی ترسره کړې او په پوره اندازه ابتدایي صحي توکي یې په کې ځای پرځای کړي.
طالبانو تر وړاندې په کندوز کې یو مهم بند او په نورو ولایتونو کې هم ګڼې ټولګټې پروژې افتتاح اوګټې اخیستنې ته سپارلې.

 

غزني: امنیتي ځواکونو پر یوه کلنیک د هوانونو برید کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close