غزني او خارجي مطبوعات

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۶۱):

واشنګټن ټایمز د اګسټ پر ۱۳ مه باندي لیکي: طالبانو پر غزني باندي په یوې حیرانونکي حملې کي د متحده ایالاتو فوج غافل ګیره کړ. اخبار لیکي که څه هم په غزني کي د امریکايي عسکر د افغان امنیتي قواوو سره کومک کوي،‌ خو په عین زمان کي طالبانو لګیا دي د غزني ولسوالۍ او کلیوالي سیمي نیسي.

واشنګټن تایمز علاوه کوي سیاسي مبصرین وايي چي پر غزني باندي د طالبانو پراخه حمله د هغوی نظامي قابلیت او ظرفیت ښيي، او دا حالت به د سولي په مذاکراتو کي د هغوی لاس لا غښتلی کړي.

ورځپاڼه علاوه کوي چي پر غزني باندي د طالبانو دې حملې د جمهورریس ټرمپ اوسنۍ ستراتیژي تر سوال لاندي کړې ده. ځکه د هغوی پرمختګ د نظامي محاسبې ګډوډي کړي دي.

اخبار کاږي د نظامي چارو ماهر ښاغلی بیل روګیو وايي،«د افغان حکومت به د امریکايي فوجیانو له مرستي پرته د طالبانو حمله دفع نه کړای سي. اوسنی حالت نه کامیابي ده، او نه هم پرمختګ دئ.» هغه زیاتوي که څه هم افغان امینتي قواووي به وکړای سي چي پر غزني باندي خپله ولکه بېرته ټینګه کړي، خو قیمت به ئې ډیر جګ وي. او بالاخره به د دې حالت ساتل ناممکن سي.

ښاغلی روګیو وايي پر غزني باندي د طالبانو حیرانونکې حمله د افغانستان په باره کي د متحده ایالاتو د دفاع وزارت غلط درک او فهم رابرسېره کړ. هغه وايي،«افغان او امریکايي استخبارات د دوښمن په باب محدود او نیمګړي معلومات لري. او د واشنګټن همدا ضعف د سولي مذاکرات هم اغېزمن کوي.»

د افغانستان د چارو بل پخوانی مبصر ښاغلی ډېویډ سډني، چي په افغانستان کي ئې ډیر وخت تېر کړی دئ، وايي،«د سولي لپاره شرایط اماده دي. خو دا د دې معنی نه لري چي شرایط بلکل ایډیال دي، خو شرایط تر پخوا بهتره دي.»

رویټرز د اګسټ پر ۱۴ مه باندي لیکي چي افغان ځواکونو د امریکايي فوجیانو په مرسته د غزني د ښار زیاتره سیمي بېرته نیولي دي، خو طالبانو د افغانستان په نورو ولایاتو کي خپلو حملو ته کش ورکړی دئ.

رویټرز کاږي په غزني کي د کابل حکومت څرګنده ناکامي دا ښيي چي د کابل – کندهار لویه لاره نا امنه سوې ده. طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چي ۲۶۶ عسکر ئې وژلي دي. رویټرز لیکي چي د غزني اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ دي، او په ښار کي سپي د مړو جسدونه خوري. یو غزنیچی وايي په ښار کي وچه ډودۍ نه پیدا کېږي، او زیاتره دوکانونه تخریب سوي دي.

وریټرز لیکي په کابل کي یو غربي دپلومات وايي،«په داسي حال کي چي طالبان د جنګ په میدانونو کي خپل ځان او نظامي طاقت ثابتوي، د متحده ایالاتو دپلوماتان لګیا دي د سولي خبري کوي. د جنګ او سولي یو ځای کېدل ناممکن دي. دواړه موازي حرکت نه سي کولای.»

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close