غزني: ترافیکي پیښه کې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

له غزني ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې نن غرمه مهال د کابل -کندهار پر لویه لاره د دو موټرو تر منځ د ټکر له امله ګڼ کسان وژل شوي دي.

د غزني د ترافیکو مدیریت د پیښو آمر خیبر رسنیو ته ویلي، پیښه  نن شاوخوا یوولس بجې د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا په سیمه کې د یو بس موټر او یوه کرولا ډوله موټر د ټکر کیدو له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په کرولا ډوله موټر کې  شپږ کسان سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.

د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک خراب کیفیت ښوودل شوی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close