غزني جګړه: څلور ورځې وروسته، لا هم طالبان پر ښار واکمن دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۲)

د غزني د جګړې څلومې ورځې ته وغځیده طالبان لاهم پر ښار واکمن دي او دولتي ځواکونه د ملي امنیت په ریاست او د ولایت په مقام کې په داسې حال کې قرار لري چې تازه یې طالبانو ته د تسلیمۍ زړه ښه کړی.
په داسې حال کې چې نن د دفاع وزیر د غزني په جګړه کې د ۱۰۰ تنو ملي اردو او کمانډو ځواکونو او د کورنیو چارو وزیر د ۷۰ تنو پولیسو د وژل کیدو پخلی وکړ، سیمیزې سرچینې او طالبان دا شمیرې نه مني او زیاتوي چې دولت پلوه ځواکونو ته دوه چنده زیات تلفات اوښتي چې په وینا یې ، تر اوسه د دې ولایت په مختلفو نقاطو کې ۲۶۶ تنه امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینې وایي؛ سلګونه امنیتي ځواکونه غواړی چې طالبانو ته تسلیم شي، خو مشران یې اجازه نه ورکوي.
د افغان ځواکونو قوماندانان پر طالبانو ژغ کوي چې د وتلو لاره ورته خلاصه کړي نوره جګړه نه ورسره کوي، خو طالبانو ورته د تسلیمۍ او پرځمکه د وسلو کیښودلو وړاندیز کړی.
ویل کیږي د سیمې د نفوذي مشرانو یوه منځګړې ډله هڅه کوي د دواړو غاړو ترمنځ د یوه جوړجاړي ترمخه جګړه ختمه کړي.
طالبانو نن د دې ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ هم ونیوله او ترڅنګ یې ماسپښين مهال د غزني ښار اړوند د روضې مهمه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوسته چې د ملي امنیت اړوند څلور پوستې یې تر واک لاندې راوستې.
دغه راز د کابل کندهار لویه لار باندې د امریکایانو او صفریک قطعې په ګډون سلګونو ځواکونو عملیات وکړل خو د پراخو هڅو سربیره یې هیڅ کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د غزني د پیښو لنډ راپور

په یوه بوږنونکې پيښه کې چې آزادو سرچینو هم تائید کړی دی تیره ورځ امریکایي الوتکو د قومندانۍ شاته د قالین فروشۍ یو مارکیټ باندې داسې مهال بمبار وکړ چې یاد مارکیټ کې هیڅ وسلوال شتون نه درلوده، ویل کیږي په دې برید کې ټوله قالین فروشۍ سوزیدلې او ملکي خلکوته میلیونونه افغاني زیان اوښتی

طالبان وایي

“امریکايي اشغالګرو ورته وحشت د کندز د لومړۍ فتحې په وخت کې هم کړی وو چې د قالین فروشیو په دوکانونو يې بمبار کړی وو، تر څو له یوې خوا د ملکي افغانانو دغه قیمتي توکي له منځه لاړ شي او زیان ورته واوړي، له بلې خوا قالینې او فروشونه چون ټول پشمي او پلاستیکي شیان دي په آسانۍ سره اور اخلي او په ښار کې لوګي او وحشت خپرولی شي“

دغه راز امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو د خاتم النبیین پوهنتون اړوند سیمه کې د خوراکي توکو یو دولتي ګودام تر خپل واک لاندې راوستلی او خلکو ته یې ترې خوراکي توکي ویشلي، طالبانو هم د یاد خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې

“په یوه ښه پرمختګ کې مجاهدینو هغه خوراکي توکي او غذايي مواد چې د دښمن له ډيوپو ګانو څخه تر لاسه شوي وو د ښار په یو شمیر اړینو خلکو چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو، وویشل“

طالبانو د ځینو رسنیو خبرونه چې ګواکې طالبان د ځانګړو ځواکونو په مټ له ښاره ایستل شوي ناسم بللي او زیاته کې یې ده چې

“ د کابل ادارې استخباراتو یوشمیر رسنیو ته لارښونه کړی چې له دوی سره د کاذبو او جعلي راپورونو په خپرولو کې مرسته وکړي، ترڅو مورال بایللو عسکرو ته روحیه ورکړل شي او په حکومت اعتراض کونکي کړۍ هم یوڅه چوپې شي. “

د غزني ښار اوسیدونکي وایي، د ښار په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي، وضعیت په عادي توګه پرمخ روان دی او خلکو خپلې هټۍ او دکانونه پرانیستي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close