غزني: درۍ نور امریکایان وژل شوي؛ خو عسکرو یې غچ له ولسي خلکو اخیستی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۰)

له غزني څخه ورکړل شوی راپورونه وایي چې تیره شپه د دغه ولایت د دهیک ولسوالۍ اړوند “تاسنګ“ سیمه کې بهرنیو ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا چاپه وهلې، چې د طالبانو له  غبرګون سره مخ شوې.

د غزني ځایي چارواکي وایي، د بهرنیانو په ملتیا یې نږدې شل تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ تنه نور یې نیولي دي.
خو طالبان بیا دا ادعا نه مني او زیاتوي چې له تعرضي برید وړاندې یې خبر درلوده او پر ورغلو امریکایي او افغان ځواکونو یې د لیزري او نورو وسلو په مټ بریدونه ترسره کړي .

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي؛

“د لومړنیو معلوماتو په اساس په پيښه کې ۳ امریکايي ځانګړي عسکر او ۷ تنه د کابل ادارې د کمانډو په نامه عسکر ځای پرځای ووژل شول، نور يې بیرته له سیمې څخه وتښتیدل“

 

سیمیزې سرچینې وایي چې د طالبانو له مقاومت سره همهاله بهرنیو او افغان ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو بمبارۍ او د درنو وسلو بریدونه وکړل چې له امله یې یو جومات شهید او ۶ کورونه یو مخ نړول شوي دي.
دغه راز د کلي ۵ تنه عام وګړي ، پنځه طالبان هم شهیدان شوي او ۳ نور ټپیان دي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې په همهاله توګه د ننګرهار ولایت په لعلپوره ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر میشت ځایونو چاپې وهل شوې چې له امله یې دوه عام وګړي وژل شوي دي.
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې تیره اونۍ د افغان او امریکایي ځواکونو په بریدونو کې تر پنځوسو ډیر ولسي کسان وژل شوي وو.
یوناما هم دا بر یدونه د اندیښنې وړ بللي او له ګډوځواکونو یې د ملکیانو ژوند ته د توجه غوښتنه کړې.

باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندې هم په دې ولایت کې ۷ تنه امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close