غزني: دولتي ځواکونو ملکي تأسیسات سوځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۲)

په داسې حال کې چې دولتي چارواکي او رسنۍ ادعا کوي چې طالبانو ملکي ځایونه په نښه کړي، یو شمیر امنیتي سرچینو رسنیو ته منلې چې تیره ورځ دولتي ځواکونو ځینې مارکیټونو ته اور اچولی.
سرچینې وایي، یادو ځواکونو یا د قومي تعصب او یا هم د نورو لاملونو له کبله ځینې مارکیټونه او مساجد سوځولي ترڅو یې په راتلونکي کې پر طالبانو ور تپي.
طالبان وایي؛له تیرو دریو ورځو راپه دې خوا یې په عملیاتو کې هيڅ ملکي ځای او ملکی کس ته زیان ندی اړولی او عملیات یې په خورا احتیاط پرمخ روان دي.

که څه هم دولتي چارواکو رسما په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د ګډوځواکونو له خوا ملکي کورونه په توغندویو او هوايي حملو کې په نښه کیږي او هم د عامو خلکو اموال په بې پروايي سره سوزول کیږي، چې تیره ورځ د غزني په ښار کې د قومندانۍ شاته يې د قالینو یو مارکیټ ته په قصدي ډول اور اچولی.
طالبانو ویلي ؛ ښایي د دولت پلوه ځواکونو له دې کار څخه هدف دا وي چې په غزني کې د د دوی د ملګرو نوم بد کړي.

اعلامیه کې راغلي،

“د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرانو لخوا امر شوی چې هيڅ نیول شوی ځای، ودانۍ خصوصا د عامه خلکو اړوند املاک به نه متضرر کوي اونه به هم اور ورته اچوي“

طالبانو دغه راز د غزني ولسونو ته ډاډ ورکړی چې د دوی افراد یې ملکیتونو ته د هيڅ ډول زیان رسولو اراده نه لري او ټینګار یې کړی چې داسې څه که پيښيدل هغه د حکومتي پلوه ځواکونو له شرمه ډکه کړنه ده.
د یادونې وړ ده چې طالبان لا هم د غزني پر مهمو نقطو واکمن دي او د ولایتي شورا د وکیل نصیر احمد فقیري په وینا چې طالبان اوس هم کوڅه په کوڅه ګرځي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې پر ملکي تأسیساتو او ولسي خلکو هیڅ کار نلري او تر واک لاندې سیمو کې یې ټولې مغازې او دکانونه پرانیستي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close