غزني: دولتي ځواکونو په لاريونوالو ډزې کړي او خيمې يې ورته سوځولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۵) د غزني ولايت په حيدراباد سيمه کې د دولت پورې اړوند عسکرو په لاريونوالو بريد کړی او ګڼ شمير کسان يې ټپيان کړي دي.

يوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل چې پېښه تېره شپه په دولس بجې رامنځته شوې او په خبره يې چې د شپې ناوخته د دولتي ځواکونو پورې اړوند کسان د لاريون سيمې ته ورغلي خيمې يې ورته سوځولي، ګڼ کسان يې وهلي او پر هغوی يې ډزې کړي.

په فسبوک خپره شوې ويډيو کې د لاريون کوونکو له ډلې يو تن وايي، چې له پېښې وروسته يې حوزې ته زنګ وکړ او د هغوی له لوري هم ورته سپکې سپورې ويل شوي دي.

نوموړی وايي، له کابل څخه ورغليو عسکرو پرې بريد کړی او دوی ته يې سپکې سپورې هم ويلي دي.

لاريونوال د والي او حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او وايي، تر هغې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي، مجرمين نه وي مجازات شوي او يرغمل شوي کسان نه وي خوشې شوي دوی به خپل لاريون ختم نه کړي. يوه لاريونوال په قهرجنه لهجه چارواکي مخاطب کړل: (کريم متينه، ای جاسوسه ای خاينه، والي وجدان دې څنګه اجازه درکوله، پښتونوالې دې څنګه اجازه درکوله چې په نيمه شپه دې په دې مظلومو پښتنو باندې ډزې کولې).

يو بل لاريونوال وايي، د والي په امر له څلورو خواوو د اردو، پوليسو، امنيت او د والي د کسانو ټانکونه او رينجرې پرې ورغلي او پر دوی يې ناتاره ډزې کړي چې لسګونه کسان يې ټپيان کړي او وهلي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د نيختي کلي اوسېدونکو د محلي پوليسو (اربکيانو) په مرسته د شيراباد کلي په يوه کور حمله وکړه چې درې کسان يې پکې ووژل او دوه نور يې له ځان سره يرغمل يوړل.

محلي پوليس (اربکيان) تر دې مخکې هم له عامو خلکو سره په ناوړه چلند او ظلم تورن شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close