غزني: د اربکيانو پرضد درېيمه ورځ هم لاريون روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۴) نن درېيمه ورځ چې لاريونوالو د کابل- کندهار لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او همدارنګه په غزني ولايت کې يې ددولتي ادارو ته د مراجعينو د تګ مخه نيولې ده.

درې ورځې مخکې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د نختي کلي اوسېدونکو د محلي پوليسو په مرسته د شيراباد کلي په يوه کور بريد وکړ او د يوې کورنۍ درې تنه غړي يې ووژل او دوه نور يې له ځان سره يوړل.

ځايي امنيتي مسئولين وايي، چې دغه شخړه نږدې نهه مياشتې مخکې د اوبو پر سر جوړه شوې وه.

لاريون کوونکي وايي، چې تېره ورځ د ولسمشر سلاکار محمد علم راسخ په مشرۍ يو پلاوی ورغلی خو زياتوي چې خبرې يې بې پايلې پای ته رسېدلي دي.

د لاريون کوونکو يوه مشر محمد فاروق ترکی وايي، چې مجرمينو ته دې سزا ورکړل شي او دوه يرغمل شوي کسان دې خوشې شي.

په کندهار کې د لويو موټرو ترانسپورتي شرکتونه وايي، چې د لارې بندېدو له کبله يې د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ بند کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې سيمه ييز خلک د محلي پوليسو له ناوړه چلند څخه شکايت کوي بلکې تر دې مخکې هم په د اربکيانو د ظلم، غلاوو او ولسي خلکو سره د زور زياتي راپورونه ورکول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close