غزني: د امنیه قومندانۍ د قرارګاه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۷)

د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د وسله والو په برید کې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د قرارګاه قومندان وژل شوی دی.

د مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی څارن نجيب الله کوهبندي نن له غرمې وروسته له غزني څخه کابل ته پر لاره وه چې د وسله والو تر بريد لاندې راغی.

د سرچينې په وينا، نوموړی طالبانو د وردګو ولايت په سالارو سيمه کې له موټره ښکته کړی او وژلی يې دی.

طالبانو د بريد پخلی کړی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې پر قومندان نجيب کوهبندي د سيداباد په ملي خيلو سيمه کې کمين وهل شوی او نوموړی پکې له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.

د مجاهد په خبره، له نوموړي قومندان څخه يو عراده موټر، وسلې، مخابرې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا له تېرو دوو اونيو راهيسې په ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غزني- کابل لويه لاره د دولتي چارواکو او منسوبينو پر وړاندې تړلې ده.

که څه هم چارواکي وايي، چې دغه لاره يې خلاصه کړې خو طالبانو نن د يادې لارې د تړل کېدو په اړه يو ويډيويي راپور هم هم په خپل رسمي سايټ (الاماره) نشر کړې چې پکې طالب ځواکونه ښکاري او د لويې لارې پر سر پلټنې کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close