غزني: د جغتو ولسوال په يوه بريد کې وژل شوی دی

کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
راپورونه وايي، چې د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ ولسوال محمد داود نن سهار د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې وژل شوی دی.
پېښه د دې ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په قياغ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سيمې خلک وایي، چې نوموړی د غزني ولايت مرکز ته روان و، چې د نامالومه وسله والو پرې ډزې وکړې او ويې واژه.
طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده او رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې يې څرګنده کړې ده، چې نوموړی ولسوال له ډېرې مودې راهيسې د دوی تر تعقيب لاندې و، چې نن سهار يې وواژه.
چارواکو لا تر دې دمه د پېښې په رد يا تأييد کې څه نه دي ويلي.