غزني: د خواجه عمري ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۱)

د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او شاوخوا دولتي تاسيسات او امنيتي پوستې په کامله توګه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو تېره شپه په يادې ولسوالۍ له څو خواوو بريدونه کړي او دغه ولسوالۍ يې هم نيولې ده.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، د تېرې شپې د عملياتو په ترڅ کې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا نهه پوستې ” په ټوليزه توګه فتحه او د اسلامي امارت سپين توغ پرې رپاند شو”.

خبرپاڼه کې زياتوي، په دغه جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي چې د دېرش تنو جسدونه يې د جګړې په ډګر پراته دي، ګڼ شمير نور ټپيان دي او ځينو يې خپل مرکزونه خوشې کړي.

طالبان وايي، د دغه جګړې په پايله کې يوټانګ، اووه رينجر موټر په زياته اندازه وسلې، مهمات او پوځي توکي د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو له تيرې پنجشبې راهيسې پر غزني ښار بريدونه پيل کړي چې لا دوام لري او د دغه ښار زياته برخه يې له دولتي ځواکونو نيولې او ډيری سرتيري پکې کلابند پاتې دي.

دغه راز تېره ورځ طالبانو د نواباد مهمه سيمه او د هوايي ډګر اړوند ځينو سيمو د نيول کېدو او ۱۱۷ عسکرو د تسليمېدو راپور ورکړی و خو نن سهار طالب وياند ذبيح الله مجاهد يوځل بيا پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي چې د غزني ولايت زوړ هوايي ډګر نيول شوی، چې پکې شل رينجر سوزېدلي زياتوي: ” د ښار اړوند قلعه شاده سیمه هم فتحه شوه. تیره شپه بیا هم مجاهدینو ټول هغه ځایونه کلک ساتلي دي چې وړمه شپه او ورځ يې نیولي وو، د ښار اکثره برخې د مجاهدینو په ولکه کې دي تصفیوي عملیات دوام لري.”

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close