غزني: د سکاټ ميلر له رسېدو سره سم پر دغه ولايت توغنديز بريدونه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳۰)

نن د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان غزني ولايت ته سفر درلود چې د هغه له رسېدو سره سم د ولايت مقام په شاوخوا سيمو توغنديز بريدونه ترسره شوي دي.

د یک تلويزيون خبريال فیصل نويد وايي، دوه توغندي د غزني په مرکزي برخه چې يو په لومړۍ ناحيه د شامير په سیمه کې او دوهم توغندی په درېيمه ناحيه کې لګېدلی دی.

ويل کېږي، توغندي په داسې حال کې لګېدلي چې د بهرنيو ځواکونو قومندان سکاټ ميلر د ولايت په مقام کې چارواکو ته وينا کوله چې د دغه بريد وروسته د نورو توغنديو د لګېدو له ويرې يې غونډه لنډه خلاصه کړې ده.

تر اوسه په دغه بريد کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

امريکايي قومندان سکاټ ميلر په داسې حال کې دغه ولايت ته تللی چې له څو اوونیو راهیسې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې نښتې روانې دي.

که څه هم چارواکي ادعا کوي چې د جاغوري او مالستان ولسوالۍ يې له طالبانو تصفيه کړي خو طالبانو پرون ادعا وکړه چې په جاغوري ولسوالۍ کې يې درې پوستې او شپږ مورچلونه له دولتي ځواکونو نيولي او نوره سيمه يې هم لاندې کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close