غزني: د عملياتو پر مهال درې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۸)

د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې افغان او امريکايي عسکرو عمليات پر مهال د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښته شوې چې د طالبانو په وينا درې امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، دغه عمليات څو ورځې مخکې د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري د يادې ولسوالۍ مربوط په ولي داد کلا سيمه کې پيل شوي و چې تيره شپه پای ته ورسېدل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: طالبانو د عملياتو پر مهال په ګډو ځواکونو وسله وال بريد کړی چې په ترڅ کې يې يو امريکايي عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د مجاهد په وینا، عملياتي عسکر د تلفاتو په ليدلو سره تيره شپه له سيمه وتښتېدل زياتوي چې په دغه عملياتو کې طالبانو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو وړمه ورځ د غوڅ ملاتړ ماموريت ويلي و چې د غزني په شهباز سيمه کې يې پر يوه ټانګ د چاودنې په ترڅ کې درې امريکايي عسکر وژل شوي او د يوه امريکايي قراردادي په شمول څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

په وروستيو کې په هېواد کې امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو تر څنګ په عملياتو او جګړو کې ګډون زيات کړی چې ورسره هغوی ته تلفات هم زيات شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close