غزني: د ملي اردو په هوانونو کې دوه میرمنې ،څلور ماشومان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)

راپورونه وایي چې نن د غزني ولایت د مقُر ولسوالۍ اړوند د لړمې او جمجمې په سیمو کې د ملي اردو ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو د هوانونو بریدونه کړي .
سیمیزې سرچینې وایي، د ملي اردو عسکرو  د طالبانو په پلمه ولسي هدفونه په نښه کړي چې په نتیجه کې یې یو شمیر کورونه نړیدلي او دڅلورو (۴)ماشومانو په ګډون دوه(۲)میرمنې هم وژل شوې.

د سیمې خلک وایي، د لړمې په سیمه کې د یوه کور دوه ښځې او یو ماشوم او په جمجمه کې د یوه کور درۍ ماشومان شهیدان شوي.
د غزني ځایي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د یوناما په تازه خپاره کړي راپور کې د ملکي تلفاتو ډیره پړه پر طالبانو ور اړولې ،چې طالبانو په پټو سترګو لیکل شوی پروپاګند بللی او رد کړی یې دی  .
باید وویل شي چې،په تیره څه باندې یوه میاشت کې په شپنیو عملیاتو او بمبارونو کې تر ۲۵۰ ډیر ملکیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close