غزني: د ښوونځيو زده کوونکو د دولتي ځواکونو پرضد لاریون کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

د غزني د پوهنې رياست مخې ته د دغه ولايت د ښوونځيو یو شمير زده کوونکو د دولتي ځواکونو پرضد لاریون کړی او له هغوی يې غوښتي چې له ښوونځيو يې ووځي.

دغه زده کوونکي په ياده اعتراضیه غونډه کې وويل، چې له تيرو شاوخوا څلور مياشتو يې دولتي ځواکونه په ښوونځيو کې ميشت دي او د دغه ولايت ډيری ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

اعتراض کوونکو زده کوونکو د بوهنې وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه څو ښوونځي يې بيرته پرانيځي او بيرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په دغه اعتراض کې د زده کوونکو د کورنيو غړو او ددغه ولايت قومي مشرانو هم ګډون کړی و او په ټينګار يې وويل چې عسکر دې ژر تر ژره ښوونځي خوشې کړي ځکه چې ماشومان يې بې تعليمه پاتې کېږي.

په عين حال کې د پوهنې رئيس محب الرحمن انصار وايي، له اعتراض وروسته يې د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو سره کتلي او د هغوی له لوري ورته ډاډ ورکړل شوی چې ژر به ښوونځي زده کوونکو ته وسپاري.

دا لومړی ځل نه دی چې د غزني اوسېدونکي د دولتي ځواکونو له خوا د ښوونځيو د تړلو شکایت کوي بلکې تر دې مخکې هم په روزګان، هلمند او يو شمير نورو ولايتونو کې دولتي عسکرو د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close