غزني: طالبانو د آب بند ولسوالۍ امنيه قومندانۍ نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۳)

د راپورونو له مخې، طالبانو تيره شپه د غزني ولايت د آب بند ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، د آب بند لسوالۍ امنیه قومندانۍ او يوه دفاعي پوسته يې نيولې چې پر مهال يې يوولس عسکر وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، د جګړې په پایله کې يو رینجر موټر، درې موټرسيکلونه، په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د مجاهد په وينا، د جګړې ځای ته په ورتلونکې کومکي ځواکونو هم برید شوی چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې پر اآب بند ولسوالۍ د طالبانو بريد تاييدوي خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ طالبانو د دغه ولايت اندړ ولسوالۍ هم نيولې وه او وړمه ورځ د طالبانو له لوري د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ د نيولي راپورونه ورکول شوي و.

په وروستيو کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوځي مرکزونو او قرارګاوو بريدونه زيات کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو په هېواد کې د طالبانو د حاکميت سيمې پراخېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close