غزني: طالبانو د آب بند ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

تيره شپه طالبانو د غزني ولايت په آب بند ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوالۍ ودانۍ په ګډون امنيه قومندانۍ هم د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

ځايي سرچينې وايي، امنيتي ځواکونو مقاومت کړی خو طالبانو د دوامداره جګړې له امله ولسوالۍ سقوط شوې ده.

طالبان هم مني چې د ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ په ګډون شاوخوا ټولې امنیتي پوستې يې نيولي او عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د جګړې په پايله کې درې ټانګونه، يو رينجر موټر او په زياته اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.

د امنيې قومندانۍ امنيتي مسوولين د نوم نه ښودلو په شرط د يادې ولسوالۍ سقوط مني خو په اړه يې له نورو جزياتو ورکولو ډډه کړې.

تر اوسه په رسمي ډول ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني له سقوط شاوخوا يوه مياشت تيريږي خو لا هم طالبان د غزني مرکز اړوند ډيری سيمې په خپله ولکه کې لري او دولتي منسوبين او سرتيري د تګ راتګ پر مهال د طالبانو له بريدونو سره مخ کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close