غزني: طالبانو د “اندړو“ ولسوالۍ ونیوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

له غزني څخه راپورونه وایي، چې وسلوالو طالبانو نن د غزني ولایت تر ټولو مهمه ولسوالۍ “اندړ“ تر خپل کنترول لاندې راوستلې.
یاده ولسوالۍ چې له څو میاشتو را په دې خوا محاصره وه، لسګونه امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
حکومتي چارواکو د ولسوالۍ د سقوط په تړاو تر اوسه رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی، خو ویلي یې دي چې په دې ولایت کې یې ګڼ شمیر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
په عین حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د یادې ولسوالۍ مرکز ، امنیه قومندانۍ، د ملي اردو  لوی کنډک او ټول ملحقات یې په ټولیزه توګه نیولي، لسګونه سرتیري یې وژلي او د یو شمیر وسایطو د تخریب سربیره یې په زیاته کچه وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

طالبانو ویلي؛

“دا هغه ولسوالۍ وه چې د امریکايانو لخوا په کې د اربکيانو په نامه تخم وکرل شو او د ساتلو لپاره يې له لسو زرو ډير عسکر، اربکیان او پولیس وژل شوي وو“

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د دغه ولایت د خوشامند ولسوالي هم نیولې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close