غزني: طالبانو د جغتو ولسوالۍ په ټولیزه توګه نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۶)

له غزني څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې طالبانو د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ له ټولو پوستو او امنیې قوماندانۍ سره یوځای نیولې.
ځایي سرچینې وایي؛ ولسوالۍ بیګاه شپه سقوط شوې او اوس سیمه د وسلوالو طالبانو په کنترول کې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډلیکلې خبر کې چې په خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی ویلي “تیره شپه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ له ټولو محلقاتو سره فتحه شوه.“
مجاهد ویلي؛ په ولسوالۍ کې یې میشتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼېوسلې، مهمات، ټانګونه او رینجر موټر یې ترې نیولي دي. “
تر اوسه د غزني ځایي چارواکو او د دفاع او کورنیو چارو د وزارت ویاندویانو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د بادغیس د دره بوم ولسوالۍ هم  له ټولو امنیتي پوستو سره یوځای نیولې
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د فراه ولایت ښار او د ولایت اړوند یو شمیر نظامي دولتي ځایونه هم نیولي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close