غزني: طالبانو د خوګياڼو ولسوالۍ نقلي مرکز نيولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۴)

طالبانو د غزني ولايت د مرکز مربوط د کاريز سيمه کې د خوګياڼو ولسوالۍ پر نقل شوي مرکز برید کړی چې په پايله کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ياد مرکز د طالبانو لاسته لويدلی دی.

د غزني مرکز امنيتي سرچينې وايي، دغه بريد تيره شپه ترسره شوی چې په ترڅ کې يې له لسو زيات پوليس وژل شوي او د هغوی وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالب وياند ذبیح مجاهد د خوګياڼو ولسوالۍ په نوم د نقليه مرکز د نيولو تر څنګ ويلي، چې د ياد مرکز یوه دفاعي پوسته هم طالبانو نيولې زياتوي په دغه جګړه کې اتلس پوليس وژل شوي، شپږ ټپيان دي او په زياته اندازه وسلې او مهمات طالبانو نيولي دي.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د طالبانو سرچينې وايي د يادې جګړې وروستي جزيات به خپاره کړي.

طالبانو له تيرو څو کلونو راهيسې د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول سقوط کړ چې وروسته دولتي چارواکو د مرکز اړوند سيمه کې د خوګياڼو ولسوالۍ په نوم بل مرکز جوړ کړ چې دغه مرکز هم څو ځلې د طالبانو له خوا نيول شوی دی.

له بله پلوه د غزني سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت مالستان ولسوالۍ د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې ده او ښايي ډير ژر د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close