غزني: طالبانو د دهیک ولسوالۍ ونیوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۲)

په داسې حال کې چې د غزني ښار ۹۵ سلنه واکمني طالبانو تر خپل حاکمیت لاندې راوستلې او د اجرستان او خواجه عمري په ګډون یې دوه ولسوالۍ هم نیولې، تازه خبرونه وایي چې طالبانو د دې ولایت د دهیک ولسوالۍ هم په ټولییزه توګه له دولتي ځواکونو نیولې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې شیبه مخکې یې د دهیک ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او ټولې امنیتي پوستې ترخپل حاکمیت لاندې راوستلې.
طالبانو ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا تر څنګ ویلي “باقي پاتي تيښتېدلي دي، وسلې، مهمات او نظامي لوازم مجاهدینو نیولي دي“
د کورنیو او دفاع وزارتونو په دې تړاو تر دې مهاله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
باید وویل شي چې طالبانو له وړاندې خبر ورکړی و، چې پر یاده ولسوالۍ یې د برید پلان نیولی او ژر به یې د دولت پلوه ځواکونو له حضور څخه تصفیه کړي.

‏د یادونې وړ ده چې د غزني د دهیک ولسوالۍ په نیولو سره طالبانو سږ کال ۲۰ ولسوالۍ ونیولي .

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close