غزني: طالبانو د رشيدان ولسوالۍ نقل شوي مرکز ودانۍ نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۰) تېره شپه طالبانو د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کړي چې په وينا يې د رشيدان ولسوالۍ نقل شوي مرکز ودانۍ يې نيولې او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د جغتو ولسوالۍ مربوط د ناهور سيمې د صداقت بازار کې هغه مرکز نيولی چې دولت د رشيدانو ولسوالۍ نقلي مرکز باله.

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ له تېرو نهه کلونو راپديخوا په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې ده خو په وروستيو کې يې په جغتو کې د یادې ولسوالۍ لپاره يو مرکز پرانيستی و چې د رشيدان ولسوالۍ اړوند مامورينو او چارواکو به پکې فعاليت کاوه.

خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی مرکز په بشپړه توګه طالبانو نيولی، دولتي منسوبين تښتېدلي او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د غزني امنيتي سرچينو د ياد بريد د تاييد تر څنګ ويلي، طالبانو د غزني ښار د پنځمې حوزې اړوند لشمک سيمه کې پر يوه پوسته بريد کړی چې په ترڅ کې يې پنځه پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.

طالبانو د وروستي بريد د منلو سربيره ويلي چې په ناهور ولسوالۍ کې يې د اربکيانو يوه پوسته نيولې چې په پايله کې يې لس اربکيان وژل شوي او د دواړو بريدونو په ترڅ کې ځينې وسلې او جنګي توکي طالبانو نيولي دي.

طالبانو په وروستيو کې په غزني کې بريدونه زيات کړي چې تېره ورځ هم د دغه ولایت د والي وياند عارف نوري د خوږياڼو پر نقل شوي مرکز د بريد خبر ورکړی و چې په وينا يې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان سيداحمد له څلورو پوليسو سره ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close