غزني: طالبانو د يوې قرارګاه اووه عسکر وژلي- نهه يې ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)

طالبانو د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوځي قرارګاه او پوسته بريد کړی چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او یو شمير يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه حمله تيره شپه د دولس بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط په پړاو سيمه کې د اردو عسکرو په قرارګاه شوې ده.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې يوې خبرپاڼه کې ويلي، د جګړې په ترڅ کې اووه عسکر وژل شوي، نهه ژوندي نيول شوي او قرارګاه په ټوليزه توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

خبرپاڼه زياتوي، له يادې قرارګاه څخه دوه ټانګونه، اوولس ميله درنې او سپکې وسلې او په زياته اندازه مهمات او نظامي توکي هم طالبانو نيولي دي.

د غزني ولايت د رسنيو دفتر هم په قره باغ ولسوالۍ کې برید تایيدوي وايي، په دغه نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور د اردو عسکر ټپيان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close