غزني: طالبانو مهم امنیتي مراکز نیولي او د ولایت پر مقام جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۹)

راپورونه وایي، چې نن شپه طالبانو د غزني پرښار له څلورو خواوو برید کړی او د لسګونه امنیتي پوستو په ګډون یې ګڼ شمیر امنیتي مراکز نیولي.

سرچینې وایي، نن شپه دوه نیمې بجې د غزني بالاحصار ، ترکي حضرت ، د تلویزیون تپه او د دوهمې حوزې په ګډون زیات مراکزو سقوط کړی.

دغه راز د پي آر ټي ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او د ولایت مقام د سقوط وروستۍ شیبې شمیري او د ولایت مقام هم تر بریدونو لاندې دی .

‏‎طالبان وایي؛ د غزني ولایت په مرکز یې پراخ تعرضي عملیات پيل کړي اود بالاحصار، پي آرټي او تپه تلویزیون په ګډون یې ګڼې سیمې نیولې .

دولتي چارواکو په دې تړاو رسماً کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وایي،   سیمې ته له کابل او ورڅیرمه ولایاتو کمانډویي قطعات هم روان شوي.

په ورته وخت کې الوتکو د غزني پرښار هوایی بریدونه کړي او په لوی لاس یې د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي .

که څه هم طالبان په بازار کې آزادانه عملیات مخته وړي، خو دولتي الوتکې د ملکي خلکو میشت ځایونه او مارکیټونه په نښه کوي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نشته

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close