غزني: طالبانو هغه کس نیولی چې خلکو ته یې د تلیفون له لارې ګواښونه کول

طالبان وایي یاد کس یې له خورا ډيرو شواهدو او اسنادو سره یوځای نیولی دی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي؛ هغه کس یې نیولی چې د طالبانو له نامه څخه په استفادې سره یې خلکو ته د تلیفون له لارې ګواښونه کول او هغوی یې تهدیدول.
طالبانو دا کس د ملي امنیت له خوا ګمارل شوی بللی او زیاتوي ‹‹ د دښمن د استخباراتي دستګاه لخوا ګمارل شوی جعل کار چې د مجاهدینو د بدنامۍ لپاره يې فعالیت کاوه نیولی دی ››
طالبانو ویلي چې دې کس ، د تلیفون له لارې عام خلک تهدیدول او په زور به يې ترې پيسې غوښتې.
طالبان وایي یاد کس یې له خورا ډيرو شواهدو او اسنادو سره یوځای نیولی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د ملي امنیت اداره د طالبانو پرضد د داډول کسانو په استخدام تورنیږي، تر دې وړاندې یې هم ورته ګڼ پلانونه په کار اچولي، چې بیرته ژر افشا شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close