غزني: طالبانو په مرکز او جاغوري ولسوالۍ کې پرمختګونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۸)

له غزني ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې طالبانو د جاغوري ولسوالۍ په مربوطاتو او د غزني په مرکز کې نور پرمختګونه هم کړي دي.
خبر زیاتوي،په جاغوري ولسوالۍ کې چې طالبانو تازه دمي عملیات پیل کړي، تر اوسه یې نږدې ۱۵ امنیتي پوستې او پوځي قرارګاوې نیولې دي.
د سیمې خلک وایي، دولتي ځواکونه که څه هم د هوا او ځمکې له لارې مقاومت کوي، خو بیا هم د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
طالبانو ادعا کړې چې تر دې مهاله یې د مشهور زورواکي قوماندان (حبیب پاشي) په ګډون ۲۶ عسکر وژلي او د یوه سرتیري ،دوو رینجرو په ګډون یې په پراخه کچه وسلې او مهمات نیولي دي.
بل خوا ځینې راپورونه وایي چې طالبانو د غزني ولایت په مرکز کې هم یوه قرارګاه تر خپل کنترول لاندې راوستلې او د دوو پوځي موټرو په ګډون یې نږدې شل میله سپکه اودرنه وسله نیولې.
دغه قرارګاه چې د قلعه قاضي په سیمه کې پرته وه، تیره ورځ پکې د طالبانو د برید پرمهال ۱۷ تنه سرتیري ووژل شول او پنځه نور ژوندي د طالبانو لاس ته ولویدل.
دولتي چارواکو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close