غزني: طالبانو ښار ته نږدې قلعه قاضي سيمه کې قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)

د غزني ولايت څخه باوري سرچينې وايي، چې طالبانو تيره شپه د ښار مربوط په قلعه قاضي سيمه کې د پوليسو پر يوې قرارګاه بريد کړی چې په پايله کې يې قرارګاه د طالبانو لاسته لوېدلې او ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، په ياده قرارګاه کې شاوخوا شل عسکرو شتون درلود چې يو شمير يې وژل شوي او ځينې نور لادرکه دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، تيره شپه طالب ځواکونو په یاده سيمه کې په قرارګاه بريد کړی چې په ترڅ کې يې اوولس پوليس وژل شوي، پنځه طالبانو ژوندي نيولي او یاد پوځي مرکز هم طالبانو نيولی دی.

د مجاهد په وينا، د جګړې په ترڅ کې درې ټانګونه تخريب شوي، يو ټانګ، يو موټرسيکل، اتلس ميله وسلې او دوه موټره مهمات او په زياته اندازه پوځي توکي د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ هم طالبانو د دغه ولايت د جاغوري ولسوالۍ مربوط په انګوري سيمه کې په دفاعي پوستو بريدونه وکړل چې د طالبانو په نهه پوستې يې ونيولې او لسګونه عسکر پکې ووژل شول.

ځايي چارواکي هم مني چې په جاغوري کې طالبانو پرمختګ کړی او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه طالبانو د فراه په پشتکوه ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه کنډک بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د کنډک د رئیس ارکان مجيدخان په شمول دېرش پوليس ووژل شول، دوه ويشت تنه طالبانو ژوندي ونيول او په زياته اندازه وسلې هم د طالبانو لاسته ولوېدې.

طالبانو په وروستيو کې د چريکې جګړو پر ځای جبهه يي جګړې زياتې کړي چې له کبله يې د دولتي ځواکونو سترې پوځي قرارګاوې، ولسوالۍ او آن ډيری ولايتونه هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close