غزني: لاريونوالو نن هم د کابل- کندهار لويه لاره تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) د غزني خلکو نن په دوهمه ورځ هم خپل لاريون ته دوام ورکړی او د سيمه ييزو پوليسو له لوري د دوو تنو ملکيانو د وژل کېدو په غبرګون کې يې د کابل- کندهار لويه لاره تړلې ده.

تېره ورځ د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د نيختي کلي اوسېدونکي چې ډيری يې په سيمه ييزو پوليسو کې دندې لري د شېراباد کلي کې پر يوه کور بريد وکړ او د يوې کورنۍ دوه تنه يې ووژل، دوه نور يې ټپيان کړل او دوه تنه يې له ځان سره يوړل.

د قره باغ ولسوال وايي، د دواړو کليو تر منځ تېر کال د اوبو پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې د همغې له کبله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

تېر ورځ هم د شيراباد کليو اوسېدونکو لاريون کړی و او د کابل کندهار لويه لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

نن دوهمه ورځ ده چې دغه لاره تړل شوې او سلګونه لاريونوالو دغه لاره تړلې او له حکومت څخه د ستونزې د حل او د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوي.

له کابل څخه کندهار ته تلونکي مسافر وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې لسګونه موټر ولاړ دي او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

پرون د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله کامراني وويل، چې د دواړو قومونو تر منځ اختلافات ورځ تر بلې زياتيږي او زياته يې کړه چې د دغې شخړو تر شاه ځينې سياسي مشران او ځايي چارواکي لاس لري.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړي خو تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي چې معلومه کړي دغه کسان چا وژلي خو که معلوم شي نو له مجرمينو سره به قانوني چلند وشي.

د هغه په وينا، د لاريون کوونکو سره يې خبرې پيل کړي او هڅه کوي تر څو دغه لاریون په سوله ييزه توګه پای ته ورسوي.

له دې مخکې هم، د هېواد په يو شمير ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) له لوري له خلکو سره د ظلم، وژنو، غلاوو او ناوړه چلند راپورونه ورکول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close