غزني: لاريونوالو په مشروط ډول د کابل- کندهار لاره پرانيسته

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۷) په غزني کې لاريونوالو له پنځه ورځيني پرلت وروسته د اشرف غني په غوښتنه په مشروط ډول د کابل- کندهار لويه لاره پرانيستې ده.

د غزني چارواکي وايي، ولسمشر غني پرون ماښام له لاريوانوالو سره د تليفون له لارې خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په قره باغ ولسوالۍ کې د وژل شويو عامو خلکو قاتلين سيمه ييز پوليس به نيسي او يرغمل کسان به يې خوشې کوي.

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، لاريون والو ولسمشر ته اووه ورځې ضرب الاجل ټاکلی تر څو خپله ژمنه پوره او یرغمل کسان د سيمه ييزو پوليسو له بنده خلاص کړي.

شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ مربوط د نیختي کلي اوسېدونکو چې ډيری يې په سيمه ييزو پوليسو کې دندې لري د پوليسو په همکارۍ په شيراباد کلي کې پر يوه کور بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول، يوه ښځه، يو ماشوم يې ټپيان کړل او دوه تنه نور يې له ځآن سره يرغمل کړل.

د پوليسو له لوري د وژل شويو کسانو جنازې نن سهار نهه بجې خاورو ته وسپارل شوې.

له تېرو څو ورځو راهيسې د شيراباد کلي دوه تنه لا هم د سيمه ييزو پوليسو په ولکه کې دي.

لاريونوال وايي، تر هغې به خپلې خيمې ړنګې نه کړي ترڅو چې ولسمشر غني خپله ژمنه عملي کړې نه وي قاتلين مجازات او يرغمل کسان خوشې شي.

خو لاريونوالو په لويه لاره بار وړونکو موټرو او مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close