غزني لاريونوال: پلاوی راغلی خو غوښتنې يې نه دي منل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) نن پنځمه ورځ ده چې لاريونوالو د کابل- کندهار لویه لاره د درې تنو د وژل کېدو او دوو نورو د يرغمل کېدو په غبرګون تړلې ده.

د لاريون يو تن تنظيموونکي صديق الله ذهين رسنيو ته وويل: د کابل څخه راغلي پلاوي سره خبرې شوي خو غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

نوموړی وايي، لا هم د قره باغ ولسوالۍ د شيراباد کلي دوه تنه اوسېدونکي د نيختي کلي د سيمه ييزو پوليسو له لوري يرغمل دي او چارواکي يې د خوشې کولو هيڅ اقدام نه کوي.

د ذهين په خبره، د لاريونوالو شمېر هره ورځ په زياتېدو دی او زياتوي چې تر هغې به د کابل- کندهار لويه لاره بنده وساتي ترڅو يې مجرمينو ته سزا نه ورکړل شوي او يرغمل کسان له محلي پوليسو خوشې شوې نه وي.

له بله پلوه د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، د اسدالله وفا په مشرۍ له کابل څخه راغلی پلاوی د اعتراض کوونکو سره په خبرو بوخت دی  او تمه ده چې يوې پايلې ته ورسېږي.

وړمه شپه د غزني د والي په امر دولتي ځواکونو د معترضينو ځينې خيمې وسوځولې، لاريون کوونکي يې ووهل او ډزې يې پرې وکړې چې په ترڅ کې يې څو تنه ټپيان شول.

د قره باغ د شيراباد کلي اوسېدونکي وايي، چې د نيختي کلي اوسېدونکو او سيمه ييزو پوليسو د دوی په کلي کې په يوه کور حمله وکړه درې تنه يې ووژل او دوه تنه نور يې له ځان سره يرغمل کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close