غزني: نن څلورمه ورځ ده چې اعتراض کوونکو د کابل- کندهار لاره تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۸)

نن څلورمه ورځ ده چې سلګونو اعتراض کوونکو د غزني په مقر ولسوالۍ کې د کابل- کندهاره لويه لاره د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې ده.

اعتراض کوونکي د غزني د مقر ولسوالۍ د ولايت کېدو غوښتنه کوي زیاتوي چې دغه ولسوالۍ سره دې د زابل او پکتيا ځينې برخې وتړل شي او جلا ولايت دې اعلان شي په وينا د مقر ولسوالۍ د ولايت کېدو ژمنه د سردار داود د واکمنۍ پر مهال شوې خو لا هم نه ده عملي شوې.

اعتراض کوونکي وايي، ياده ولسوالۍ ټولې هغه ځانګړتياوې لکه د هوايي ميدان، ښارګوټي او د ولايتي ادارې لپاره د اړينو شيانو د جوړېدلو لپاره پخوا پلان جوړ شوی و خو د جګړو له کبله دغه پلان پاتې شو زياتوي که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنکړل شي دوی به خپلو اعتراضونو او حرکتونو ته دوام ورکړي.

تر اوسه مرکزي حکومت د اعتراض کوونکو غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی خو د غزني دوالي وياند عارف نوري وايي، اعتراض کوونکو سره يې خبرې شوي او دوی به دغه ستونزه له مرکزي ادارې سره شريکه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ځينو لويو ولسواليو د ولايت کېدو راپورونه ورکړل شوي و خو تر اوسه په دې اړه مرکزي حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close