غزني: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

تېره شپه د غزني ښار په مربوطاتو کې پر يوه کور هوايي بريد شوی چې له کبله يې اتلس کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

شمشاد د ځايي سرچينو په حواله ليکلي، دغه بريد د فوټبال د يوه روزونکي “نظيم” پر کور شوی چې د هغه په ګډون د کورنۍ اتلس غړي يې وژل شوي دي.

سيمه ييزې سرچينې وايي، پېښه د ښار اړوند په خشک کلي کې رامنځته شوې ده چې د بمبار له کبله کور په مکمله توګه ويجاړ شوی او هيڅوک هم پکې ژوند نه دي پاتې شوي.

د سيمې خلک وايي، که څه هم د ښار اړوند په ډيری سيمو کې جګړه نشته خو لا هم په ځينو سيمو هوايي بريدونه او بمبار جریان لري چې له کبله يې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

په غزني کې د جګړې پر مهال بهرنيو ځواکونو وويل، په څلورو ورځو کې يې د دغه ښار په بېلابېلو سيمو کې درويشت ځلې بمباري کړې ده.

د غزني اوسېدونکي او سيمه ييز خبريالان وايي، د جګړې پر مهال ډير ملکي خلکو ته ډيری تلفات د هوايي بريدونو او بمبارۍ له کبله اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه راپورونه وايي چې بهرنيو ځواکونو د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې تېره شپه بمباري کړې چې له کبله يې شاوخوا دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close