غزني والي: هره ورځ رانه طالبان سيمې نيسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

د غزني والي وحیدالله کليمزی وايي، د غزني امنيت تر سخت امنيتي ګواښ لاندې دی او هره ورځ طالبان د سيمو په نيولو بريالي کېږي.

د کليمزي په وينا، د هرې ورځې په تېرېدو پر غزني امنيتي ساحه تنګېږي او دغه ولايت د طالبانو له کلابندۍ سره مخ دی.

نوموړی د دغه ولايت له نوي امنيه قومندان داود تره خېل څخه غوښتنه وکړه چې پر طالبانو عمليات وکړي او هغه سيمې چې دولتي ځواکونو خوشې کړي يوځل بيا تر خپل کنترول لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د امنيت په اړه بحث وشو چې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي هم وويل چې هره ورځ د طالبانو د واک سيمې پراخېږي او نږدې دی چې غزني يوځل بيا سقوط وکړي.

د روان کال په اګست مياشت کې طالبانو د غزني په ښار بريد وکړ او د څو ورځو له پاره يې په خپل کنټرول کې ساتلی و خو د طالبانو په وينا پر ملکي خلکو د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو له ويرې يې بيرته د ښار ځينې سيمې خوشې کړې.

د غزني امنيتي سرچينې وايي، چې طالبان لا هم د ښار مربوط سيمو کې وسله وال فعاليتونه کوي او دولتي کارمندان او نظامي کسان په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی.

په وروستيو کې طالبانو په افغانسان کې د چريکي بريدونو ترڅنګ جبهه يي جګړې هم زياتې کړي چې په ټول هېواد کې يې له حکومتي ځواکونو پراخې سيمې تر خپل واک لاندې راوستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close