غزني ولايتي شورا: طالبانو د اجرستان ولسوالۍ نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۵)

د غزني د ولايتي شورا غړی نصير احمد فقيري وايي، طالبانو نن سهار د دغه ولايت د اجرستان ولسوالۍ سقوط کړې ده.

د فقيري په وينا، په ولسوالۍ کې ميشت ځيني کومانډو عسکر وژل شوي او يو شمير نور يې دايکندي ولايت ته په ځان ژغورلو بريالي شوي دي.

نوموړی وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې یاده ولسوالۍ د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې وه خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه ونه کړه ځکه يې نن سهار سقوط وکړ.

طالبانو تر اوسه د اجرستان په اړه څه نه دي ويلي خو رسنيو ته يې په لېږلې يوې تازه خبرپاڼه کې ويلي چې د غزني قره باغ ولسوالۍ په شاف او ولي داد سيمو کې دوه پوستې نيولي، په ترڅ کې يې يوولس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دی.

خبرپانه زياتوي، په دغه بريد کې يو رينجر او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د ولايتي شورا يوبل غړی عصمت الله جامرادوال، د طالبانو له لوري د دوه پوستو نيول تاييدوي وايي پر قره باغ ولسوالۍ جګړه روانه ده او په عسکرکوټ کې پنځوس پوليس د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close