غزني: په عملياتو کې د شپږ ملکيانو وژل کېدل، د دفاع وزارت ادعا او د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۵)

د غزني ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو شريک عملیات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په عملياتو کې د يوه نارينه په شمول پنځه تنه ميرمنې او ماشومان وژل شوي او يوه ميرمن او دوه تنه ماشومان ټپيان دي زياتوي چې عملياتي عسکرو له ځان سره شپږ کليوال د بنديانو په توګه وړي دي.

دغه راز عملياتي عسکرو د پلټنو پر مهال د خلکو دروازې په بمونو الوزولي، يو شمير کورونه او دوکانونه يې هم ويجاړ کړي دي.

طالبانو هم په يادو عملياتو کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی وياند يې ذبيح الله مجاهد زياتوي طالبانو د چاپې عسکرو سره وسله واله نښته کړې چې په ترڅ کې يې دوه کومانډو عسکر وژل شوي، د يو امریکايي په شمول دوه تنه نور کومانډويان ټپيان شوي دي.

له بله پلوه د دفاع وزارت ويلي، په غزني ولايت کې يې د عملیاتو او بمبارۍ په ترڅ کې ۶۰ تنه طالب وسله وال وژلي چې څلوېښت پکې پاکستانيان دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دفاع وزارت ياده ادعا پروپاګند بللې په وينا “دښمن دومره توان او وړتیا نه لري چې دومره تعداد مجاهدین شهیدان کړل شي.”

د مجاهد په وينا، په غزني کې د پاکستاني اتباعو شتون غلط او درواغ دي چې يوازې “د دفاع وزارت عقل يې منلی شي” نور هیچاته د منلو نه دي.

دغه راز نوموړی زياتوي، افغان او بهرني ځواکونه له طالبانو سره د مخامخ جګړې روحيه او تاب نه لري د خپلو ماتو او تلفاتو کسات له عام اولس څخه اخلي او هڅه کوي چې د ښځو او ماشومانو شهیدانول د مجاهدینو په نامه په رسنیو کې خپاره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close