غزنی: هوایي بریدونو کې ۱۸ ولسي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۳)

د غزني سیمیز خلک وایي چې بېګا شپه الوتکو د غزني ښار په پښتون آباد سیمه کې هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ښار کې د کابل.کام سرچینو دا خبر تایید کړی او زیاتوي چې په دې بمبارۍ کې د یوه انسټیټیوټ د ښوونکي، نظیم شالیزي، په ګډون ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپیان دي. د

سرچینې وایي، بریدونه د ولسي خلکو پرکورونو شوي دي.

طالبانو هم د بمباریو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې بمبارۍ پر ولسي میشت ځایونو شوې ده.

طالبانو همداراز په یوه بل هوايي برید کې د خپلو څلورو ملګرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د غزني زیاتره سیمې اوس هم له طالبانو سره دي او پر ښار د هوایي ځواکونو سخت بریدونه دوام لري چې  له امله یې د قالینو یو بشپړمارکیټ او لسګونه کورونه او هټۍ د هوایي بریدونو ښکار شوې.

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غزني ښار یې لسګونه بمونه اورولي او تر سلو ډیر طالبان یې په نښه کړي.

په عین حال کې مخابراتي شبکو هم څه ناڅه فعالیت پیل کړی او د طالبان ږو تر واک لاندې سیمو کې اوس هم د خلکو ژوند عادي بڼه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close