غزني: څلورو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۶)

سیمیزې سرچینې وایي چې نن سهار د غزني ولایت د مرکز اړوند د ‘شهباز ‘ په نامه سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر زغروال ټانګ د ځمکني ماین چاودنه شوې او ناستو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښـتې.
طالبان وایي؛ په سیمه کې د امریکایانو کاروان پر لار وو، چې یو ټانګ یې د دوی له خوا پر ایښودل شوي ماین ور برابر شو .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي؛ په پیښه کې ۱ زغره وال ټانک تخریب شوی، ۲ امریکایي عسکر وژل شوي، ۲ نور ټپيان دي.
د ناټو پریکنده ماموریت تر دې مهاله پر دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

دا په تیرو دو ورځو کې امریکایانو ته د سر دوهم زیان ده چې اوړي،  تر دې وړاندې په هلمندکې یو ټپي شوی امریکایي قوماندان هم ساه ورکړه؛  نوموړی په نیمروز کې له طالبانو سره به مخامخ جګړه کې ټپي شوی وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close