غزني چارواکي: د طالبانو بريد کې د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د غزني ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکز بريد کړی او د امنيه قوماندان په ګډون پکې پنځه پوليس وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، څارمن سيد احمد د تېرې شپې په برید کې له څلورو پوليسو سره يوځای وژل شوی دی.

د نوري په خبره، تېره شپه طالبانو د غزني په خوږياڼو، اندړ، قره باغ، مقر جمله په اوو بېلابېلو سيمو کې پر دولتي امنيتي مرکزونو بريدونه کړي دي.

نوموړی زياتوي په دغه بريدونو کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د خوږياڼيو د امنيې قومندان په ګډون پنځه عسکر وژل شوي او څلور ټپيان دي.

خو د غزني د ولايتي شورا غړی امان الله کامراني بيا واي، په دغه بريد کې د امنيه قوماندان سيد احمد په ګډون شپږ پوليس وژل شوي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د غزني مرکز مربوط د کاريز سيمه کې يې پر هغه انتقالي ودانۍ بريد کړی چې د چارواکو له لوري “د خوږياڼو ولسوالۍ د مرکز په نوم يادېده.”

خبرپاڼه کې راغلي، په برید کې اووه پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي زياتوي په نښته کې يو طالب هم ټپي شوی دی.

د خوږياڼو ولسوالۍ په ګډون په بېلابيلو ولايتونو کې نږدې شل ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو سره دي چې د يادو ولسواليو مرکزونو د دولت له لوري د ولايتونو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close