غزني چارواکي: طالبانو پر پنځو ولسواليو بريدونه کړي، د رشيدان امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)

د غزني چارواکي وايي، چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت پر پنځو ولسواليو بريدونه کړي او د رشيدان د امنيې قومندان د وژل کېدو سربيره لسګونه پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د غزني په ښار، مقر، قره باغ، رشيدان، جاغوري، اندړ او جغتو ولسواليو همهاله بريدونه کړي دي.

د نوري په خبره، د يادو بريدونو په ترڅ کې د رشيدان ولسوالۍ د سرپرست امنيه قومندان دويم څارن صبغت الله په ګډون څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، طالبانو د غزني ښار په قاضي کلا سيمه کې هم پر پوستو بريدونه کړي دي.

نوموړی ادعا کوي، چې د يادو بريدونو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د دولتي ځواکونو پر ځوابي بريد کې شل طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

طالبان خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

طالبانو د يادو بريدونو پخلی کړی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، د غزني د جغتو مربوط د قياغ په سيمه کې طالبانو يوه پوسته نيولې، پنځه عسکر وژل شوي، لس ټپيان دي، يو رينجر موټر او په زياته اندازه وسلې هم طالبانو له ځان سره وړي او يو رينجر او يو موټرسايکل سوځول شوي دي.

دغه راز مجاهد زياتوي، د قره باغ ولسوالۍ په شاغلي سيمه کې يوه قرارګاه نيول شوې، پنځلس عسکر وژل شوي، چې جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې دي، پنځلس ميله وسلې، درې موټره مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي او دوه رينجر موټر سوځول شوي دي.

په وروستيو کې طالبانو د غزني ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې د ولايتي شورا د غړو په وينا لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او زياتې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close