غزني چارواکي: طالبانو په اجرستان کې مهمې امنیتي پوستې نیولې او جګړه روانه ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)

د اجرستان ولسوال حمدالله حسیب زی وایي؛ طالبانو تیره شپه ۱۱ بجې پریاده ولسوالۍ برید وکړ، چې تر دې مهاله یې د ولسوالۍ مهمې امنیتي پوستې نیولې او دوی د ولسوالۍ په یوه کونج کې محاصره دي.

نوموړی زیاتوي په دې نښتو کې تر اوسه ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر ۱۰ ډیر نور ټپیان دي.

بل پلو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ‏ د اجرستان ولسوالۍ،شاوخواپوستو او قومندانۍباندي جګړه روانه ده او په خبره یې چې تردامهاله ۳۴ تنه د اردوعسکر، پولیس او اربکیان
وژل شوي او په زیاته اندازه مهمات او ۱۳ میله وسلې یې نیولې دي.
اجرستان د غزني له مهمو ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ده او چارواکي ویره څرګندوي چې د یادې ولسوالۍ سقوط به د مالیستان او جاغوري ولسوالیو د سقوط پیلامه شي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close