غزني چارواکي: په بیلابیلو نښتو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۸)

د غزني ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو په تعرضي بریدونو کې دواړو لوریو ته د سر دروند زیان اوښتی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي؛ په مقر او اندړو ولسوالۍ کې تیره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو همهاله بریدونه وکړل چې په ځوابي بریدونو کې ۱۶ وسلوال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په دې نښتو کې د ۵ امنیتي ځواکونو او ۵ اربکیانو وژل کیدل هم منلي.
طالبانو په دې برید کې د خپلو ۳ ملګرو د وژل کیدو پخلی کړی.
د غزني د ولایت مقام په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند د خشک په سیمه کې د نظم عامې ځواکونو پر دو پوستو بریدونه کړي چې په کې ۱ افسر وژل شوی او یو بل ټپي دی.
طالبانو بیا ویلي چې په دې برید کې یې ۸ پولیس وژلي چې د دریو عسکرو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو همداراز ادعا کړې چې د شلګر په چهاردیوال سیمه کې یې په یوه برید کې ۳ پولیس وژلي او څو تنه ټپیان دي .
طالبانو په دې برید کې د خپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازو ویلي چې دا ولایت په ټولیزه توګه د سقوط له ګواښ سره مخ دی او که دولت لاس پکار نه شي ژر به د کندوز په برخلیک اخته شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close