غزني: کومانډو ځواکونو د امنيه قومندانۍ چارواکی وژلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)

 د غزني چارواکي وايي، کومانډو ځواکونو تيره شپه د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ يو لوړپوړی چارواکی په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.

د راپورونو له مخې قومندان مرزاګل د غزني په امنيه قومندانۍ کې د پوليسو د روزنې دنده په غاړه لرله خو د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی دی.

د غزني د والي وياند عارف نوري پېښه تاييدوي په وينا يې د کومانډو او ملي اردو ځواکونو تيره شپه د قلعه اميرمحمدخان په سيمه کې عمليات کړي چې نوموړی قومندان هم پکې په نښه شوی دی.

د نوري په وينا، مرزاګل د امنيه قومندانۍ د تعميراتو مسوليت هم په غاړه درلود په خبره يې دواړو غاړو د طالبانو په ګمان پر يو بل ډزې کړي خو د کومانډو پر ډزو یاد قومندان ژوند له لاسه ورکړی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه ډزو کې کومانډو ځواکونو ته هم تلفات اوښتي او که نه.

ځايي سرچينې وايي، لا هم د غزني ښار په ډيری سيمو کې طالبان فعاليت کوي او دولتي ځواکونه يې د بريدونو له کبله په ويره کې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close