غزني کې افغان ځواکونو یو عام وکړی وژلی

(کابل ټکی کام :یکشنبه ،لړم ۱۰ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان

غزني اندړو ولسوالۍ اړوند ناني سیمه کې د اردو عسکرو یو عام وکړی په مخامخ ډزو وژلی .

د ناني سیمې قومي مشر د غزني په ملکي روغتون کې رسنیو ته ويلي دي چې، وژل شوي تن روح الله نوميږي د کابل کندهار پر لویه لار د انګورو باغ لري او هيڅ کومې سیاسي ډلې پورې يي تړا نه درلوده .

د سمي خلکو په وینا روح الله په خپل انګور باغ کې لښتې پرېکولي چې د اردو عسکرو پرې ډزې وکړې ځای پر ځای يي وواژه .

جان محمد د ناني سيمې بل اوسیدونکی هم دغه پېښه تائیدوي او وايي چې دغلته د اردو عسکر ډېری وخت له عامو خلکو سره بد چلند کوي، او خلک خپل باغونو ته په ډاډه ټوګه نشي تللی .

جان محمد زیاته کړه چې د اردو یو قومندان د ناني سیمه کې اوسیږي نوم يي صبغت الله دی خو پر ځان يي بل نوم فرعون اېښی دی او عام خلک ډېر زوروي  .

د ناني سیمې خلکو ګواښ کړی ويلي دي کچیرته د اردو دغه عسکر ته سزا ورنکړی شي نو دوي به د کندهار- او کابل لویه لار وتړي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close