غزني کې له څلوېښتو زياتو عسکرو خپلې دندې خوشې کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د غزني ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند سيمو کې لسګونه دولتي عسکرو خپلې وسلې په ځمکه ايښي او دندې يې خوشې کړي دي.

سيمه ييزې سرچينې وايي، دغه عسکر او پوليس چې شمير يې له څلوېښتو اوړي له تيرو څو ورځو راهیسې د طالبانو په هڅو له دندو لاس په سر شوي او ځينو يې خپلې وسلې هم طالبانو ته سپارلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې په ياده ولسوالۍ کې تر (دوه څلوېښتو) پورې عسکر او پوليس طالبانو سره يوځای شوي زياتوي چې يادو عسکرو (یوشمیر وسلې، وسائط او مهمات) هم له ځان سره راوړي دي.

مجاهد په خپل فسبوک اکاونټ په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسليم شويو کسانو نومونه خپاره کړي په وينا يې: “دغو کسانو ته د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا هرکلی وویل شو او ټولو ته د ډاډه او باعزته ژوند کولو اطمئنان ورکړل شو”.

خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو کسانو په خپلو تيرو کړنو پښېماني ښودلې زياتوي چې د (دښمن لخوا د پيسو په مقابل کې تیر ایستل شوي وو) او دخپل دین او هیواد په ضد ترې استفاده شوې وه.

په وروستيو کې طالبانو ته د تسلېمېدونکو عسکرو شمير مخ پر زياتېدو دی چې ډيری يې له دې کبله هم خپلې دندې خوشې کوي چې په وينا يې په دولتي نظامي ليکو کې ترې د ولس پرضد استفاده کېږي او ډيری وخت په عملياتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدلي دي.

دغه راز طالبان هم د دولت د چارواکو او نظامي کسانو لپاره د جلب و جذب او دعوت وارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې د هغوی په هلو ځلو لسګونه عسکر خپلې دندې خوشې کوي او عادي ژوند ته مخه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close