غزني: ګډو ځواکونو د درې مسجدونو نړولو تر څنګ ملکيانو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د غزني ولايت په ده یک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په (سليمانزو، کريمدادکلا او عباد کلا) کې ترسره شوي چې د ځايي اوسېدونکي په وينا عملياتي عسکرو  د ګڼو کورونو او دوکانونو دروازې ماتې کړي، قيمتي مالونه او پيسې يې ترې وړي دي.

د ده یک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی خان محمد وايي، د عملياتو پر مهال يو کور او درې مسجدونه په مکمله توګه ويجاړ شوي، درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور عملياتي عسکرو له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

تر د ې دمه د يادو عملياتو په اړه په رسمي ډول ولايتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو په ياده ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې تاييد کړې چې دغه عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

په وروستيو کې په هېواد کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپني عمليات او چاپې زياتې شوي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځي او زيات تلفات يې ملکي وګړي ګالي.

طالبانو د ګډو ځواکونو ورته ډول عمليات جنايت او وحشت بللی په وينا يې افغان او بهرني ځواکونه “د هېواد په بیلابیلو سیمو کې هره شپه د ملکي خلکو په کورونو ورته چاپې وهې، ښځې  اوماشومان په شهادت رسوي ،کورونه، دوکانونه، مساجد او مدارس ویجاړوي  او شتمنۍ له منځه وړي.”

طالبان وايي، “اشغالګر او کورني مزدوران” هره ورځ په جګړو کې زيات تلفات ګالي، پوستې او مرکزونه له لاسه ورکوي زياتوي چې له کبله يې ګډو ځواکونو د عامو خلکو پر وړاندې “وحشتونو” ته زور ورکړی او غواړي په دغه ډول “جنایاتو” سره  د خپلوتلفاتو غچ واخلي  اوخپلو  مورال بایللو نظامیانو ته کاذبه روحیه ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close