ګډو ځواکونو د هېواد پر مشهورې مدرسې چاپه وهلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۹)

افغان او امریکایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هیواد پر مشهوره او لرغونې مدرسه نورالمدارس خونړۍ چاپه وهلې.

سرچینې وایي، ګډو ځواکونو د مدرسې کتاب خانه له ټو کتابونو او قرانکریمونو سره یوځای تخریب کړې، د اوطاقونو دروازې او کړکۍ یې ماتې کړې، او ۲ شخصي موټر یې سوځولي دي.

دغه راز یې د یو شمیر کلیوالو کورونه هم په بمونو الوزولي دي.

دغه مدرسه د مستوفي په نامه کلي کې موقعیت لري. د یاد کلي یو مشر سپینږیری هم د افغان ځواکونو له خوا شهید شوی دی.

عیني شاهدانو رسنیو ته دغه راز ویلي چې ګډو عسکرو ۲ کلیوال، د مدرسې اداري مدیر او اشپز د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

سیمه یز خلک وایي چې د پیښې پر مهال په مدرسه او شاوخوا سیمو کې طالب جنګیالیو هیڅ حضور نه درلود او په قصدي توګه دا کار ترسره شوی دی.

دا مدرسه د هیواد لرغونې مدرسه بلل کیږي، چې د کابل د حضراتو له خوا یې بنسټ ایښودل شوی او تر اوسه یې زرګونه د دیني زدکړو شاګردان روزلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او امریکایي ځواکونه مذهبي ځایونه او تعلیمي اداراې په نښه کوي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر داسې موارد په لوی لاس تر سره شوي چې د افغانانو غوسه او عکس العمل یې راپارولی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close