غزني: ۱۷ سیمیز پولیس د طالبانو لیکو ته ورغلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲)

له غزني څخه خبرونه وایي چې د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ګڼ شمیر سیمیز پولیس (اربکیان) له طالبانو سره یوځای شوي.
سیمیزې سرچینې وایي، تسلیم شویو پولیسو ګڼ شمیر وسلې هم طالبانو ته ور وړې او هغوی یې تود هرکلی کړی.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاتوي چې؛ په تسلیم شویو پولیسو کې حبیب الرحمان د عبدالجبار زوی، محمد داود د شاه محمود زوی، حضرت موسی د سیدحسن زوی، شاه محمد د عید محمد زوی، نیازمحمد د جان ګل زوی، نور محمد د غلام رسول زوی، اختر محمد د عبد الجمیل زوی، محمد نادر دعبد العلیم زوی، الله داد د مولا داد زوی، نوروز د بسم الله زوی، حاجی محمد د محمد طاهر زوی، عبدالمتین د جمال الدین زوی، جضرت موسی د سیدحسن زوی، نور احمد د ګل احمد زوی، حمد الله د حبیب الله جان زوی، محمد فضیل د محمدحسین زوی، دین محمد د اغامحمد زوی شامل دي چې د دوی په وینا ټول ورغلي امنیتي کسان د حقایقو به درک کولو سره د دولت له کرښو رابیل او له دوی سره یوځای شوي.
داپه داسي حال کې ده، چې تیره ورځ د میدان وردګو د جلریز په ولسوالۍ کې هم ۷۲ تنه امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول او ۴ ټانګونه، ۲ رینجر، ۱۶۶ میله وسلې او ډیر مهمات یې هم هغوی ته و سپارل.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي هم د مقر په ولسوالۍ کې ۲۳ د ملي اردو ځواکونه، پولیس او اربکیان طالبانو ته ورغلي و.
د طالبانو د اختریز اوربند تر ختمیدو وروسته دا پنځمه لویه ډله امنیتي ځواکونه دي چې له خپلو وسلو او مهماتو یوځای د طالبانو لیکو ته ورځي او هغوی یې هم تود هرکلی کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close