غزنی: د اندړو ولسوال خولې مې تڼاکې وکړې خو چیغې مې څوک نه اوري

آصف الله آصفي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا پروژوي لاسپوڅی حکومت طالبانو سره په سپینه رڼا ورځ د مقابلې توان له لاسه ورکړی نو ځکه یې ځان ته د وړو پوزې جوړولو په موخه د شپنیزو عملیاتو تر نامه لاندې د شپې د تورې تیارې نه په استفادې سره پر عامو ملکي خلکو بمبارۍ پیل کړې.

د  غزني ولایت د اندړو ولسوالې ودانۍ چې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې د کړاوونو ډکې شپې ورځې تیروې، تر ټولو هڅو وروسته یې بالآخره نن د امریکا غږ راډیو سره تلیفوني تماس ونیول، ولسوال وویل چې د اندړو ولسوالۍ اړوند پوستې او سیمې له پخوا نه د طالبانو په لاس کې دي، یواځې د ولسوالۍ انګړ زمونږ لاس کې پاتې و، چې اوس دا انګړ هم زمونږ له لاسه وتونکی دی، ځکه چې د دولت لخوا اکمالات په مکمل ډول بند او یا د مسؤلینو لخوا حیف او میل کیږي، ولسوال وایی چې والي خو مو چیغې وانه وریدې اوس مو داخله او دفاع وزراتونونو ته خپلې چیغې ورسولې خو متاسفانه چې خولې مو نورې تڼاکې شوې خو هغوی مو هم چیغې وانه وریدې، هغوی د څو میاشتو راهیسې همدا یو دروغ وایی چې وضعیت آرام دی هیڅ مشکل نشته، تیره هفته مو فوځي او نور اکمالات وررسولي او د دغې ولسوالۍ د خلاصون لپاره پلان په لاس کې لرو، چې ټول له درواغو پرته نور هیڅ هم نه دي.

ولسوال زیاته کړه چې طالبان شپه  او ورځ چیغې راوهي چې تسلیم شئ که  نه نو وژل کیږئ، نو له یوې خوا مو اکمالات نه کیږي او له بلې خوا د تسلیمۍ چیغې  اورو او له بل پلو نه مو له خپولو کورنیو سره اړیکې له مینځه تللي دي چې مونږ ټول یې له رواني ناروغیو سره مخ کړي یو.

ولسوال وویل که همدا حالت دوام وکړی ولسوالي به سقوط وکړی، ولسوال پر والي او داخله او دفاع وزراتونو تور لګولي چی د دوی حقوق په  جیبونو کې اچوي او دوی ته یې نه رسوي خو غزنی ولایت بیا پر ولسوالۍ تور لګوي چې دوی ته هر څه ور رسیږي خو د ولسوالۍ پر ځای یې کورنو ته وړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close