غزنی.. طالبان له مخالفته لاس اخیستونکو کسانو ته ”عمومي عفوه“ کوي

طالبانو په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د غزني ښار دولتي سرتېرو ته له مخالفته د لاس اخیستلو بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون په نوم ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له مخالفته لاس اخیستونکو کسانو ته ”د خپلو وروڼو په سترګه ګوري، عمومي عفوه ورته کوي او د سر، مال، عزت  او ابرو د حفاظت اطمئنان ورکوي.“

طالبانو ویلي چې له دې بلنې یې موخه ”د دنیا او آخرت له بدمرغیو د دولتي عسکرو ژغورل کېدنه“ ده. ”اسلامي امارت په خپلو تشکیلاتو کې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون اداره خاص د همداسې موخو په مقصد ایجاد کړې ده، تر څو افغانان د دنیا او اخرت له  بد مرغیو څخه وژغورل شي.“

د جلب او جذب کمېسیون د اعلامیې په پای کې د هغو دولتي سرتېرو لپاره د اړیکو شمېرې، د مخابرې نمبر او ایمېل هم ذکر کړی چې له دوی سره یو ځای کېدل وغواړي.

”نو هغه کسان چې له اسلامي امارت سره یوځای کیږي، د سر، مال، عزت، ابرو د ساتنې خصوصي  تضمین او اطمنان ورکول کیږي. بناءً، که په ټول هېواد، خصوصا په غزني ولایت کې، څوک وغواړي چې له اسلامي امارت سره یوځای شي، کولای شي په لاندې شمېرو، ایمیل ادرسونو او یا مخابره  رابطه وکړي، تر څو د خپل ژوند په اړه ډاډ او اطمئنان تر لاسه کړي.“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close