غزنی.. ولې د وضعیت په اړه کره معلومات نه ترلاسه کېږي؟

عبدالله غزنیوال

له څه باندې ۳۶ ساعتونو راهیسې، غزنی ښار د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې پر ډګر بدل شوی دی. دواړو لورو، په ځانګړې توګه دولتي ځواکونو ته درانه ځاني تلفات اوښتي دي.

طالبانو تېره ورځ د غزني ښار نږدې ۶۰ سلنه برخه ونیوله او حکومتي ځواکونه یې پسې واخیستل. دا چې طالبانو په نورو ولایتونو کې د کابل-کندهار لویه لار بنده کړې، نو کومکي قواوې په ځنډ سیمې ته ورسېدلې.

خو بیا هم، له ټول زور او شور سره دولتي ځواکونو ونشو کولای چې طالبان له ښاره پر ښا کړي.

نږدې یو ساعت وړاندې، طالبان د غزني د محبس په ماتولو بریالي شول او سلګونه بندیان یې تر ازادولو وروسته خوندي ځایونو ته انتقال کړل.

طالبان د خپلو رسمي ویندویانو په خوله د جګړې تازه حالات له رسنیو سره شریکوي. خو بل لور ته، دولتي چارواکي چوپ دي او له ۲۴ ساعتونو راهیسې یې هماغه یوه خبره په خوله کې ده: ښار ته امنیتي قواوې رسېدلې او دولتي ودانۍ د حکومت په لاس کې دي.

دا چې په سیمه کې ټلفوني شبکې کار نه کوي او دولتي چارواکي د خپل عادت له مخې د وضعیت په اړه کره معلومات له رسنیو سره نه شریکوي نو رسنۍ هم تر ډېره چوپې پاتې دي.

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظر ښکارندويي نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close